IQNA

په امارات کې نړیوالې قرآني سيالۍ  له شنبې  ور ځې پیلیږي

11:39 - October 30, 2025
د خبر لمبر: 3491939
ایکنا - د متحده عربی اماراتو د قرآن د نړیوالئ د  قرآن کریم جايزې  د برخې مشر د دغو سياليو مقدماتي مرحله د شنبې په ورځې  د پيلیدا خبر ورکړ.

 ایکنانیوز د الخليج  له قوله راپور راکړی، د اسلامي چارو، وقف او زکات  د عمومي ادارې مشر  او د اماراتو د  قرآن نړیوالې  جايزې مشر  عمر حبتور الدریعی، د دغې جايزې د فعاليتونو د پيل خبر ورکړی چې د دغې ادارې لخوا منظم شوې  او شپږ نړيوالې او ځاي  برخې لري، د نومبر په لومړۍ  نیټه ( د لړم یا عقرب ۱۰ )به  د خلکو پراخ ګډون سره پیل شي.

هغه د دغې جايزې په مرکزي دفتر کې په ابوظبئ کې  په شتون سره  د ځاي څانګې د مقدماتي مرحلې سریزې (د قرآن کریم لومړۍ ځاي  جايزه)  و ارزوله چې په کې د ټولنې بېلابېل پرګنو او  دمختلفو عمرونو  د کسانو  لپاره ۹   څانګې پکې شاملې دي. په دغو برخو کې  حفظ، تلاوت او اجرا شامل دي چې پکې ښاروال او استوګن، بوډاګان، پرکوَټ، کورني کارګر، د قرآن معلمان او د حفظ  ناظران  د هرې برخې معيارونو پر  اساس  له یوه بل سره سیالي  کوي.

الدریعی د جايزې له مسؤلانو سره غونډه وکړه چې په کې ئې  د جایزې  له زمانی جدول  سره  سمون خوړونکي  هڅې او  نوره چارې وارزولې. هغه دوی ته  فرمان صادر کړ چې خپلې هڅې دوه ګونې کړي او د  غوره کړچار  لپاره  دې په نوښتي خلاقیّت  سره هڅه وکړي.

دا جايزه پنځه رقابتي برخې لري چې لومړۍ برخه ئې د نړيوالو قرآني سياليو غوره قاريانو ته ځانګړې ده، هغه که په هېواد کې وي يا بهر کې. په دويمې برخې کې د اماراتو د قرآن د نړیوالې  قرآني جايزې ځاي سیالۍ  ګټونکي غوره کېږي. په دريمې برخې کې هغه قرآني شخصیتونه چې په نړيواله کچه د قرآن کریم او په نړیواله سویه ئې د هغه علومو ته د خدمت ډیره  ونډه لري، شاملیږي. څلورمه برخه، «اماراتي قاري»، د  ځاي قاريانو ملاتړ کوي. په پنځمې برخې کې هغې حکومتي ادارې شاملې دي چې قرآن کریم ته ځانګړې دي،  هغه که  په اماراتو  کې وي يا په بهر کې.

په دغو سياليو کې د نوم ليکنې وروستی  نیټه د  اکتوبر  ۳۱  اعلان شوې ده او د نوم ليکنې لپاره په ضروري سندونو کې  پاسپورټ کاپي، د معرفي کوونکي ادارې مُهر لرونکې نوم ليکنې فورمه او يو  شخصي انځور شامل دي.

ددغو  سياليو ګډون کوونکي باید د ټول قرآن کریم حافظ  وي، د تجويد او تلاوت احکامو باندې  مسلط وي، ښه آواز ولري او عمر ئې له ۳۵ کلونو زیات  نه وي.

همدارنګه، د ګډون کوونکو په هستوګن هېوادونو کې معتبر رسمي ادارې باید د دې سيالۍ لپاره کسان  معرفي کړي او بې له رسمي معرفۍ  مستقیمې شخصي غوښتنې نه منل کېږي .

په سیالیو کې د ګډون  لیواله کسان به  کتبی اوشفاهي امتحان ورکړي  چې د نړیوالو قاضیانو د کمیټې په وسیله  ترسره کیږي او  همداراز  د جایزې په ولو مرحلو کې  د قوانینو ، نظم او انضباط  او د چلند  اصولو  رعایتولو  ته پابند وي.

https://iqna.ir/fa/news/4313507

captcha